زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1445-10-27  |  2024-05-06  |  تازه شوی په: 2024/05/05 - 10:06:3 FA | AR | PS | EN
د چمن پرلت مسوولان د پرونۍ پېښې د عاملانو د نیولو او محاکمې غوښتنه            افغانستان او پاکستان ته د د اوسپنې پټلۍ پروژه په ۲۰۲۷ کې بشپړیږي             هندي پولیسو افغان جنرال کونسلې ذکیه وردګ سره ۲۵ کیلو ګرامه سره زر نیولي             محمد یعقوب مجاهد د آذربایجان له سفیر سره وکتل             په رسنيو کې د ښځينه خبريالانو حضور ۱۷سلنه زيات شوی             واشنګټن د فلسطین پر رفح ښار د اسراییل د برید د پلان ملاتړ نه کوي             ننګرهار کې ۳۴زره ټابلېټ‌کا ګولۍ نيول شوې             روغتیایي ستونزې او اقلیمي بدلونونه د افغان کارګرو ژوند ګواښي             د کرکټ شل اوریز نړیوال جام ته د افغانستان ملي لوبډله اعلان شوه             جان بس په قطر او اسلام اباد کې "پر افغانستان" غږېدلی             یو شمېر اروپایي هېوادونه به د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني             یوې ښځې ۸۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې             په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسينو څلور ورځنۍ کمپاين پيل شو             د اوکرايين پوځ مشر وايي په لومړۍ کرښه کې وضعيت خراب شوی             د منځنۍ آسیا د هېوادونو لپاره اصلي ګواښ په افغانستان کې سختدریځې ډلې دي            

تاريخ النشر: 2023/09/21 - 04:47:4
زيارة: 161
مشاركة مع الـأصدقاء

افغان کرېکټ بورډ د چين اسیايي لوبو ته افغان لوبډلې ته د ’افغان ابدالیان لوبډلې’ نوم ورکړی دی
افغان کرېکټ بورډ د چين اسیايي لوبو ته افغان لوبډلې ته د ’افغان ابدالیان لوبډلې’ نوم ورکړی دی

د افغانستان کرېکټ بورډ غوراوي کمېټې د چین په کوربه توب د ۱۹ پړاو اسیايي لوبو لپاره د کرېکټ لوبډله اعلان کړه چې له یوې اوږدې مودې وروسته نورعلي ځدراڼ او شهزاد محمدي هم په اصلي لوبغاړو کې غوره شوي دي. افغان کرېکټ بورډ دغې لوبډلې ته د ’افغان ابدالیان لوبډلې’ نوم ورکړی دی.

دا له څو کالو د مخه د افغانستان د کرېکټ د پیل دوه مشهور توپ وهونکي دي چې په کورنیو سیالیو کې یې لا هم خپل کرېکټ ښه ساتلی خو په نړیوالو ډګرونو کې په وروستیو څلورو کالونو کې پرې ډېر باور نه دی شوی.

نور علي د ورو تخنیکي او با حوصلې لوبغاړي په توګه پېژندل کېږي چې اوس یې په ملي لوبډله کې ځای ابراهیم ځدراڼ ډک کړی. شهزاد محمدي بیا د پیل چټک توپ وهونکی او وېکټ ساتونکی و چې تر ډېره یې اوس پر ځای رحمان الله ګربز لوبېږي.

د دوی تر څنګ د پیل بل پخوانی لوبغاړی افسر ځاځی، کریم جنت، شرف الدین اشرف او فرید احمد ملک هم ابدالیان لوبډلې ته غوره شوي.

کرېکټ بورډ ویلي په اسیايي لوبو کې به د افغانستان د لوبډلې لوبډلمشر ګلبدین نایب وي، دې په تېر ۲۰۱۹م نړیوال جام کې هم لوبډلمشر ټاکل شوی و خو هغه وخت د لوبډلې څرنګوالي ګرم بحثونه وپارول.

د کرېکټ بورډ له خوا په اعلان شوې نوملړ کې د ملي ټيم د دغو پخوانیو لوبغاړو تر څنګ د قیس احمد او ظاهر خان ټاکنې ته هم د ډېرو پام دی.

دوی دواړه ورو توپ اچونکي دي چې د نړیوال سوداګریز کرېکټ پراخه تجربه لري خو په افغان ملي لوبډلې کې یې ډېر وخت ځای نه دی موندلی.

په ملي لوبډله کې په ورو بال تر ډېره سترګې مجیب الرحمان او راشد خان ته وي.

د چین اسیايي لوبو ته په تلونکي نوره لوبډله کې زبېد اکبري، صدیق اتل، شاهد کمال، وفېع الله تره خېل، نجات مسعود، او سید شېرزاد شامل دي.

دوی هم وخت نا وخت ملي لوبډلې ته غوره شوې دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي افغان ابدالیان لوبډله به نېغ په نېغه د اسیايي لوبو په کوارټر فاینل کې لوبېږي.

د افغان کرېکټ بورډ لخوا لوبډله د نورو هېوادونو پر تله لږ په ځنډ اعلان شوه او کرېکټ بورډ یې هم دلېل د اسیايي لوبو مهالوېش کې ممکنه بدلون بللی و.

د کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات په یوه خبر پاڼه کې لیکلي "کله چې د بحرین لوبډله یادو لوبو کې ګډون ته حاضره نشوه نو افغانستان د اسیایي هېوادونو درجه بندۍ کې په غوره لوبډلو کې د شتون له کبله وکولای شول چې د هند، پاکستان، سريلانکا او بنګله دېش وروسته نیغ په نیغه کوارټر فاینل ته لاره ومومي چې د مهالوېش وروسته به، کله چې د پاتې ۹ لوبډلو (درې ګروپونو) څخه یوه-یوه لوبډله د کوارټر فاینل لوبو پړاو ته لار ومومي، جوته شي چې افغان لوبډله به د کوم هیواد سره په کومه نېټه خپل کوارټر فاینل لوبه ترسره کوي."

د اسیایي لوبو ۱۹ پړاو په روانه سپټمبر میاشت کې په چین کې پیلېږي، ټاکل شوې وه دغو سیالیو کې د ۱۵ هېوادونو ترمنځ د کرېکټ سیالۍ تر سره شي خو بحرین په سیالیو کې له لوبېدو وتلی.

دا سیالۍ د ۴۵ هېوادونو تر منځ په بېلابېلو برخو کې پلان دي او له افغانستان څخه هم د کرېکټ تر څنګ ګڼو نورو لوبډلو د بېلګې په توګه واليبال، ووشو، جودو، تکواندو او نور لوبغاړي برخه اخلي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/27130






*
*

*



قرأ

د کرکټ شل اوریز نړیوال جام ته د افغانستان ملي لوبډله اعلان شوه


د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن ایران سره لوبیږي


سن رایزر حیدراباد ټیم د نړۍ دویم لوی هدف ورکړ


کلکتې لوبډلې د مجیب‌الرحمن پر ځای الله محمد غضنفر اخیستی


د افغانستان او ایرلنډ ټېسټ کرېکټ لوبه نن پیلیژی


افغانستان او سریلانکا نن دویمه لوبه کوي


افغانستان او هند نن دویمه شل اوریزه لوبه کوي


افغان لوبډله نن ماښام له هند سره لوبه کوي


د کرکټ لوبډلې د روزونکي تړون وغځول شو


’شاهرخ‌ خان’ رحمان الله ګوربز ته: د نړیوال جام لوبو کې یې پر لیدو خوښ یم


افغان کرکټ لوبډله نن نړیوال جام کې هالنډ سره لوبیږي


په نړیوال جام کې د مخکې تګ لپاره باید څه وشي؟


نن د افغانستان او سریلانکان ترمنځ تمریناتي لوبه ترسره کېږي


د افغان ښځو والیبال لوبډله له قزاقستان سره لوبه کوي


د کرکټ ملي لوبډله هند ته ورسېده


محمدخالد هوتک په اسیايي سیالیو کې پرون خپل قزاقستاني سیال ته ماتې ورکړه


پاکستان د اسیا جام له سیالیو بهر شو


افغانستان نړیوال جام ته؛ د نوین الحق اوعمرزی په شتون ځی


د هند تاریخی بریا د پاکستان په مقابل کی


افغان لوبغاړي حقپرست پر خپل امریکایی سیال بری ترلاسه کړ


د کرکټ ستوری راشدخان د نړۍ مشرانو ته! زما هېواد له ناورین سره مخ دی، یوازې مو مه پرېږدۍ


کرکټ: اصغر افغان له لوبډلمشرۍ لرې او پر ځای یې شهیدي وټاکل شو


د انګلستان فوټبال پریمیئر لیګ ۴۰ لوبغاړي په کرونا اخته شوي


ته د ټول افغانستان ویاړ او د نوي نسل استازی یې





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان